ډېر لوستل شوي

ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان نن ګډه دفاعي هوکړه لاسلیکوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان به نن (جمعه، زمري ۱۶مه) ګډه دفاعي هوکړه لاسلیک کړي. 

د رویټرز د راپور له مخې چې د دې هوکړې د لاسلیک په موخه به د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان؛ د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف؛ د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر او د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان ګډه ناسته ولري.

د دغو دریو هېوادونو ترمنځ دا دفاعي هوکړه داسې مهال لاسلیک‌ کېږي چې په وروستیو کې سیمه او منځنی ختیځ له سخت تاوتریخوالي سره مخ دی، او ایران – امریکا یو پر بل تر ټولو بې‌ساري پراخ بریدونه کړي دي.

بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې د ایران پر وړاندې د دوی جګړه ژر پایته‌ رسېدونکې ده. 

ټرمپ د خپلو مهماتو د کمښت راپورونه رد کړي، خو دا یې منلې چې د ایران پر وړاندې د جګړې پرمهال یې د خپلو ځینو مهماتو زېرمې محدودې شوې دي.

اړوند خبرونه