د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په کندهار کې د احتکار، ګرانپلورنې او د خوراکي توکو د مصنوعي کمښت د مخنیوي په موخه له ۱۱ زره خرواره ډېر احتکار شوي غنم پېژندلي، ضبط کړي او له قانوني مراحلو وروسته یې په مناسب بیه لیلام کړي دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا اقدام د دې لپاره شوی چې د خلکو له اړتیاوو ناوړه ګټه اخیستنه ودرول شي، په راکړو ورکړو کې شرعي عدالت تأمین او خلکو ته د خوراکي توکو د مناسبې بیې زمینه برابره شي.
د مسوولينو په وینا چې د پېښې اړوند کسان له قانوني پړاونو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
دوی له سوداګرو او پلورونکو غوښتي چې له احتکار او د توکو له غیرمنطقي ګرانولو ډډه او د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې همکاري وکړي.

