ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تولیدي کارخونو جوړولو چارې پیل شوې

په پنجشېر کې یو شمېر سوداګرو د شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د څښاک اوبو، سیروم او غیرالکولي مشروباتو د تولید کارخونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د یاد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، د تفریحي پارکونو د جوړولو په برخه کې هم پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار کړی او له سوداګرو یې غوښتي چې په دې ولایت کې د پانګونې له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي.

د مسوولينو په وینا، د يادو پروژو پلي‌کېدل به د تولیدي فعالیتونو له پراختیا او په سیمه کې د پانګونې له زیاتېدو سره مرسته وکړي.

اړوند خبرونه