ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د ایران له ماتې وروسته به د هرمز تنګی د امریکا قلمرو اعلان کړم

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران له ماتې وروسته به په نږدې راتلونکې کې د هرمز تنګی د امریکا د قلمرو په توګه اعلان کړي.

ټرمپ په نیویارک کې یوې سیاسي غونډې ته د وینا پر مهال ادعا کړې چې ایران «سخت مات شوی» او امریکا اوس د هرمز پر تنګي بشپړ کنټرول لري.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز تنګي پر کنټرول او د بېړیو د تګ راتګ په اړه کړکېچ زیات شوی او د دې ستراتیژیکې لارې له لارې د سمندري تګ راتګ کچه نږدې درېدلې ده.

هرمز تنګی د ایران او عمان ترمنځ موقعیت لري او د نړۍ د انرژۍ په بازار کې له تر ټولو مهمو سمندري مسیرونو څخه شمېرل کېږي.

اړوند خبرونه