ډېر لوستل شوي

د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پای؛ د څه باندې ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت له ۷۰ ډېر تړونونه شوي

د کرنې او مالدارۍ د توليداتو خونې عمومي رييس خان محمد فروتن په کابل کې د کرنې او مالدارۍ د شپږ ورځني نړیوال نندارتون پای مراسمو کې ويلي چې د دې نندارتون په ترڅ کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۷۰ ډېر تړونونه لاسلیک شوي دي.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ښاغلي فروتن په حواله ويلي چې دا نندارتون د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تجربو د شریکولو لپاره مهم او اغېزناک فرصت و.

د کرنې او مالدارۍ د توليداتو خونې عمومي رييس زیاته کړې، په دې نندارتون کې له ۱۰۰ څخه زیاتو غرفو او شرکتونو ګډون کړی وو او لاسلیک شوي تړونونه به د کرنې او مالدارۍ د ودې، سوداګرۍ او پانګونې په پراختیا کې اغېزناک تمام شي.

د فروتن په وینا، د دا ډول نندارتونونو دوام کولی شي د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې، د پانګونې د جذب او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د سوداګرۍ د پراختیا زمینه نوره هم برابره کړي.

اړوند خبرونه