د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وايي، افغانستان د چرګانو د غوښې په برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدلی او یو شمېر هېوادونو ته یې د چرګانو د غوښې صادرات هم پیل کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د «کرنې او مالدارۍ د شپږ ورځني نړیوال نندارتون» د پای په مراسمو کې د ښاغلي عثماني له قوله ويلي، د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې باید لا ډېرې هڅې وشي، څو کورني محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته ورسېږي.
مولوي صدراعظم عثماني زياته کړې، افغانستان په یو شمېر کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کې د ځانبسیاینې تر کچې رسېدلی، خو په هغو برخو کې چې هېواد ورته اړتیا لري، نړیوالو پانګهوالو ته بلنه ورکوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال په وینا، اوس په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او وزارت چمتو دی چې له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو سره د پانګونې په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې پانګونه کولی شي د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، صادراتو د پراختیا او د هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

