د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ د کودېخېلو سیمې «تالک اول بلاک کان» د استخراج تړون د نږدې ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
یاد قرارداد د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري او «نبي افغان» شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کان ٦،٩٨٨٢٨٤ کیلو مټره مربع مساحت لري، او د استخراج تړون یې د ٣٠ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز ویلي چې قراردادي شرکت به د تړون له مخې د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ٩٠٠٠٠٠ امریکایي ډالره لګوي او همدارنګه به د یو ټن په بدل کې ١٩٧٠ افغانۍ رویالټي اسلامي امارت ته ورکوي.
سرچینې لیکلي چې د دغه تړون لاسلیک د هېواد د طبیعي زېرمو پراختیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جذب او کاري فرصتونو رامنځته کېدو په برخو کې بل مهم ګام بلل کېږي.

