ډېر لوستل شوي

د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته؛ پاکستان ایران ته خبرداری ورکړی

پاکستان ایران ته خبرداری ورکړی چې په یمن کې دې پر خپلو متحدو حوثیانو فشار راوړي، څو پر سعودي عربستان بریدونه ودروي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه خبرداری پاکستان د سعودي عربستان په غوښتنه ایران ته رسولی او موخه یې دا ده چې روان کړکېچ له سعودي او یمن څخه د سیمې نورو هېوادونو ته پراخ نه‌شي.

حوثیانو د سې‌شنبې په ورځ د سعودي عربستان د خمیس مشیط پر یوې هوايي اډې او د نږدې ښارونو پر تېلو اړوندو تاسیساتو بریدونه کړي چې د راپورونو له مخې ۷۳ کسان پکې ټپیان شوي دي.

دا بریدونه د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې پر سعودي عربستان د حوثیانو له تر ټولو لویو بریدونو څخه بلل شوي دي.

د دغو بریدونو په غبرګون کې د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونو د حوثیانو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي او د سیمې د کړکېچ د لا پراخېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه