د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د کابل–ننګرهار لویې لارې د لتهبند مسیر د پاتې ۲۰ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې پیل شوې دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي چې د دې پروژې قرارداد د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت شوی او چارې یې اوس په چټکۍ روانې دي.
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د پروژې له کاري بهیر څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د کار د چټکتیا لپاره د ماشینرۍ او کارکوونکو شمېر زیات او پروژه د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او کیفیت له مخې پر ټاکلي وخت بشپړه کړي.
د وزارت وياند په وينا، اوس مهال په پروژه کې ۳۰ ماشینونه، ۳۰ تخنیکي او ۲۵ غیرمسلکي کارکوونکي بوخت دي. په دې پروژه کې د سړک ترڅنګ د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو رغول هم شامل دي.
د لتهبند دا مسیر د کابل ولایت تر سروبي ولسوالۍ پورې رسېږي او د کابل–جلالاباد لویې لارې د بندېدو پر مهال، په ځانګړي ډول د بېړنیو حالاتو او طبیعي پېښو پر وخت، د هېوادوالو لپاره د بدیلې لارې په توګه کارېدلی شي.

