ډېر لوستل شوي

تدارکاتو کمېسیون ۱۲ پروژې منظورې کړې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۱۲ پروژې منظورې شوې دي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې دې غونډې ته ۳۰ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په ۱۰ نورو پروژو کې یو لړ تعدیلونه منظور شوي دي.

په منظور شوو پروژو کې د بغلان  په خوست فرنګ او د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالیو کې د روغتونونو جوړول، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع شبکو تطبیق او ځینې نورې پروژې شاملې دي.

د سرچینې په وینا چې همدارنګه په تعدیل شوو پروژو کې د مالیې وزارت اړوند د دارالامان کمپلکس، د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون او په کابل ښار کې د الشفاء روغتون او یو شمېر نورو پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

اړوند خبرونه