د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د کورنیو معیارونو ۶۶ مسودې تایید شوې دي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې دې غونډې ته د کورنیو معیارونو ۶۶ مسودې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له بحث وروسته ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې دي.
“دغه معیارونه او د ازمایښت طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، نساجي، کیمیا او پلاستیک، مخابراتو او الیکتریک، کانکیندنې، ودانیزو توکو، چاپېریال ساتنې او یوشمېر نورو برخو اړوند دي.”
د خبرپاڼې له مخې چې د دې غونډې پرمهال همداراز په پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ډبروسکرو تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بستهبندۍ مرکزونو د مالکیت معلومولو پر موضوع هم بحث شوی دی.

