ډېر لوستل شوي

وېنس: د امریکا او ایران شخړه په راتلونکو میاشتو کې نوې مرحلې ته دننه کېږي

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال «جي‌ډي وېنس» وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ روانه شخړه به په راتلونکو شاوخوا دوو میاشتو کې «په بشپړ ډول متفاوت پړاو» ته دننه شي.

وېنس ویلي، تمه لري چې د نومبر میاشتې د امریکا د منځ‌مهالو ټاکنو تر ترسره کېدو پورې به ایران د هرمز تنګي پر کنټرول خپل نفوذ لا ډېر له لاسه ورکړي.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې اړوند وضعیت به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې بدلون ومومي او د هرمز تنګي وضعیت به هم د روانو تحولاتو له امله اغېزمن شي.

تر اوسه ایراني چارواکو د وېنس د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تهران تر دې وړاندې په وار وار ویلي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره به د هر ډول بهرني تيري پر وړاندې اقدام وکړي.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی او د دغه تنګي له لارې د تېلو او نورو انرژۍ سرچینو د انتقال هر ډول جدي خنډ کولای شي پر نړیوالو انرژۍ بازارونو اغېز وکړي.

اړوند خبرونه