د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربناوو عمومي ریاست له لوري د افغانستان د انټرنېټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژه د داخلي انټرنټ د ټرافیک او خوندي ساتلو په موخه ډیزاین شوې، او عملا ترې ګټه اخیستل کېږي.
د مخابراتو وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وایي چې د دې پروژې په تطبیق سره په هېواد کې د انټرنېټي ترافیک د داخلي تبادلې لپاره مهمه زیربنا رامنځته شوې، چې موخه یې د داخلي انټرنېټي ترافیک ښه مدیریت، د اړیکو د کیفیت او سرعت د ښه کېدو لپاره د آسانتیاو برابرول، د معلوماتو د امنیت پیاوړتیا او د بهرنیو مسیرونو پر زیربناوو د اتکا کمول دي.
ښاغلي الکوزي لیکلي چې د دې پروژې د تطبیق لپاره د نیږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت تجهیزات، سیستمونه او تخنیکي چوپړ برابر شوی او ګڼ تجهیزات پکې نصب شوي دي.
د سرچینې په وینا چې د پروژې له مهمو برخو څخه فایروالونه، سرورونه، بک اپ سیسټم، مجازي سازي، د انټرنېټي ترافیک د تحلیل او لاګ مدیریت سیستمونه او نور اړین تجهیزات دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د NIXA پروژه د هېواد د انټرنېټي زیربناوو پیاوړتیا، د داخلي ترافیک مدیریت، د ډیجیټلي خدمتونو پراختیا او د ډیجیټلي حاکمیت د ټینګښت په برخه کې مهم ګام بللی دی.

