ډېر لوستل شوي

له فراهي بندره ۶۷ ټنه غیرمعیاري توکي بېرته صادرونکي هېواد ته ورګرځول شوي

د معیار او کیفیت ادارې د شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۶۶.۳۴۶ ټنه کاشي او ۷۷۰ کیلوګرامه برېښنايي هولډرونه او سویچونه د تخنیکي ازموینو له ترسره کولو وروسته غیرمعیاري بللي دي.

د يادې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا توکي د هېواد له داخلي معیارونو سره د نه مطابقت له امله بازار ته له دننه‌کېدو منع او بېرته وادونکي هېواد ته ستانه کړل شوي دي. د معیار او کیفیت اداره ډاډ ورکوي چې د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او د غیرمعیاري محصولاتو د مخنیوي لپاره په بندرونو کې د وارداتي توکو کیفیتي کنټرول دوام لري.

اړوند خبرونه