ډېر لوستل شوي

“په دوه ورځو کې د دریو صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې پیل شوې”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د ۳۳ زره ۶۷۹ ټولیز مساحت په لرلو د دریو صنعتي پارکونو جوړېدو چارې پیل شوې دي.

دې ادارې لیکلي چې په کندوز کې د عبدالرحمن سُمره رح، په بغلان کې د قتیبه ابن سعید بغلاني رح او په بلخ کې د امام شقیق بلخي رح صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دغو صنعتي پارکونو موخې د صنعت او تولید پراختیا، کاري فرصتونو ایجاد، د خامو موادو پروسس، د صادراتو پراختیا او پر وارداتو د تکیې کمول بللې دي.

د یادولو ده چې د یادو صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوي دي.

اړوند خبرونه