ډېر لوستل شوي

مصنوعي ځیرکتیا؛ د پرمختګ وسیله که د انسان د واک نوې ننګونه؟

د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ انسانان حیران کړي او نننۍ نړي یې داسې یوه پړاو ته ننه‌ایستې چې د ټکنالوژۍ په ټول تاریخ کې ورته بېلګه نه شو موندلی. ایا پوهېږئ چې د ماډرن یا پرمختللې ټکنالوژي او اوسني اې‌ای توپیر په څه کې دی؟ نو پوه شئ چې کمپیوټر د انسان د محاسبې ځواک زیات کړ، انټرنېټ د معلوماتو د ترلاسه کولو او شریکولو بڼه بدله کړه او صنعتي ماشینونو د انسان فزیکي ځواک څو برابره کړ؛ خو مصنوعي ځیرکتیا د دې ټولو ترڅنګ د انسان د فکري کار ځواک اسان او لا ځیرمن کړ.

د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګېټس په خپله تازه مقاله کې خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا لپاره باید له وړاندې داسې پلانونه جوړ شي چې د دې ټکنالوژۍ ګټې تر زیانونو زیاتې شي. هغه په ځانګړي ډول د دندو له منځه تلو، د نابرابرۍ د زیاتېدو، سایبري ګواښونو، د ناسمو معلوماتو، د انسان د انتقادي فکر د کمزورېدو او د ځوانانو د ټولنیزو اړیکو د اغېزمنېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. ګېټس یوه مفکوره هم وړاندې کړې چې د غور وړ ده او هغه د انسانانو لپاره د ځینو کارونو د ساتنې یا په انګریزي اصطلاح Human Reserved)) نومېږي.

خو د دې بحث اصلي پوښتنه دا نه ده چې مصنوعي ځیرکتیا ښه ده که بده؛ اصلي پوښتنه دا ده چې انسان به د دې بې‌ساري ځواک حدود او سرې کرښې څنګه ټاکي؟

تر دې وړاندې ډېری ټکنالوژیک انقلابونه د انسان د فزیکي یا محاسبوي وړتیاوو د زیاتولو لپاره وو. ماشینونو درانه کارونه وکړل، کمپیوټرونو محاسبې او معلوماتي چارې چټکې کړې او انټرنېټ د نړۍ ترمنځ د معلوماتو واټن راکم کړ.

مصنوعي ځیرکتیا بیا له دې ټولو په یوه بله لاره ګام پسې واخیست. دا کولی شي متن ولیکي، ژباړه وکړي، معلومات تحلیل کړي، کوډ تولید کړي، پوښتنو ته ځواب ووایي، د انځورونو او غږونو په تولید کې مرسته وکړي او په ځینو مسلکي برخو کې د انسان نږدې همکار پاتې شي.

مصنوعي ځیرکتیا یوازې د ماشینونو هوښیارېده نه دي؛ بلکې که ماشین د انسان پر ځای محاسبه وکړي، انسان خپله انرژي نورو کارونو ته اړوي. خو که ماشین د انسان پر ځای لیکل، تحلیل، ژباړه او د معلوماتو تنظیم هم ترسره کړي، نو د انسان د کار، زده‌کړې او مسلکونو دودیز تعریفونه بیا له سره تعریفېدو ته اړتیا لري.

د مصنوعي ځیرکتیا په اړه تر ټولو پراخه اندېښنه د دندو له منځه تلو ده.

ګېټس وايي د  اې‌ای له امله به ډېرې دندې له منځه ولاړې شي او په ځانګړي ډول د کار بازار هغه برخې به له بدلون سره مخ شي چې د نننیو(لومړنۍ یا منځنۍ) کچې دندې بلل کېږي. دا مسئله یوازې د بې‌کارۍ په معنا نه ده؛ بلکې د زده کړې  لړۍ هم ورسره په ټپه درېدلې شي.

فرض کړئ یو ځوان له پوهنتونه فارغېږي او غواړي د یوه شرکت په اداري، ژورنالېستیکې، ژباړنیز یا معلوماتي برخه کې خپله لومړنۍ دنده ترلاسه کړي؛ خو د انسان پر ځای یو روباټ کار کوي؛ نو یاد ځوان به له دې روباټ څخه څنګه د لسګونو کلونو تجربې او لوړې ژورې ځانته انتقال کړي؟

موخه دا چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې د دندو د لمنځه‌تلو بحران منځته نه راوړي؛ بلکې یو لوی نسل هم له مسلکي وړتیا بې برخې کوي.

نابرابري؛ څوک به له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي؟

د نړۍ د ټولې شتمنۍ اړوند یوې سروې ښودلې؛ ښایي چې د ټولې نړۍ تر ۹۰ سلنې ډېره شتمني یوازې د یوې سلنې کسانو په لاس کې وي. د مصنوعي ځیرکتیا په اړه هم همدا د ناعدالتۍ موضوع راپورته شوې. یعنې فرض کړئ که د اې‌ای تر ټولو پیاوړي سیستمونه، محاسبوي سرچینې، معلومات او پانګه د محدود شمېر شرکتونو او هېوادونو په لاس کې پاتې شي، نو د ټکنالوژۍ ګټې هم ښايي په مساوي ډول ونه وېشل شي او دا برخه به هم د کپټالسټي نظام د نورو برخو په شان د ګوتو په شمېر انسانانو لاس ته ولوېږي.

د بېلګې په توګه، په دې حالت کې ممکن یو پرمختللی اقتصاد لرونکی هېواد د اې ای په مټ ډېر تولید او ګټه وکړي او یو بېرته‌پاتې هېواد د همدې ټکنالوژي مصرفي هېواد شي. له همدې کبله اې‌ای کولی شي، هم د نابرابرۍ وسیله شي او هم شته نابرابري له منځه یوسي.

ګېټس هم همدې دوه‌ګوني امکان ته اشاره کوي او اې‌ای یې داسې ټکنالوژي بللې چې د سم سیاست په صورت کې د برابرۍ وسیله کېدای شي، خو د ناسم مدیریت په صورت کې د بې‌عدالتۍ سرچینه هم کېدای شي.

تر ټولو پټه خو ژوره ستونزه؛ د انسان د فکر کمزوري کېدل

که انسان هره ورځ د پوښتنې، لیکلو، تحلیل، ژباړې او تصمیم نیولو لپاره اې‌ای ته مراجعه کوي، نو امکان لري چې په تدریجي ډول د خپل فکر هغه برخې کمې وکاروي چې پخوا یې پخپله کارولې. ګېټس خبرداری ورکړی چې اې ای په عین وخت کې کولی شي انسان ته د هر وخت په پرتله د ډېرې زده‌کړې زمینه برابره کړي، خو که ناسم وکارول شي، انسان ښايي لږ زده‌کړه وکړي. د Education Week په راپور کې هم د همدې اندېښنې یادونه شوې او د مصنوعي ځیرکتیا زیات استعمال او د انتقادي فکر د کمزورېدو په اړه د څېړنو بحث شوی دی.

بله لویه ستونزه د ناسمو معلوماتو ده.

مصنوعي ځیرکتیا د متن، عکس، غږ او ویډیو تولید خورا اسانه کوي. په دې توګه د جعلي معلوماتو د تولید لګښت او وخت کمېږي. دا مسئله د ژورنالیزم لپاره ځانګړی اهمیت لري. په پخوانۍ نړۍ کې یو جعلي خبر ممکن د یوه کس د جوړولو او خپرولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لرله. اوس یو کس کولی شي په لنډ وخت کې ګڼ جعلي متنونه، عکسونه او حتی د غږ یا ویډیو بڼې تولید کړي. له همدې امله د راتلونکي معلوماتي چاپېریال ستونزه ښايي د معلوماتو کمښت نه وي؛ د معلوماتو د اعتبار تشخیص به ستونزه وي.

اړوند خبرونه