په استانبول کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسل مفتي محمد اکبر عظیمي د سعودي عربستان د ملي ورځې د ۹۶مې کالیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی.
د مراسمو په څنډه کې عظیمي په استانبول کې د سعودي عربستان له جنرال قونسل عبدالمجید بن حمد الدوسري سره هم وکتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او سعودي عربستان پر سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړې. دواړو خواوو ورته مهال، د خپلو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

