ډېر لوستل شوي

د قاسم سلیماني د وژنې قضیه کې د امریکا چارواکي د ۴۸ میلیارد ډالرو پر ورکړې محکوم شوي

د ایران د قضایه قوې ویاند علي کاظمي وایي، د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو په قضیه کې د امریکا حکومتي چارواکي د ۴۸ میلیارد ډالرو د ورکړې په جزا محکوم شوي دي.

کاظمي ویلي، د محکمې د حکم د پلي‌کېدو بهیر پیل شوی او په دې قضیه کې ۳۱۷۳ کسان د شکایت کوونکو په توګه ثبت شوي دي.

د هغه په وینا، په جنايي برخه کې هم ۷۳ کسان تر تعقیب لاندې دي.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه د عراق د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

اړوند خبرونه