د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څار لاندې په یاد ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې جریان لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژې د اوبو اغېزمن مدیریت په موخه پلې کېږي چې د ځینو چارې به یې نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت همداراز لیکلي چې په یادو پروژو کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د مسوولینو په وینا چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به لوګر ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبه تغذیه او پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

