قزاقستان، اوزبيکستان او متحده عربي اماراتو هوکړه کړې چې د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د «CASA» په نوم د اورګاډي دهلېز د پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.
الماني رسنيو راپور ورکړی چې د درېیو هېوادونو اړوندو وزارتونو د دې پروژې په اړه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی او ټاکل شوې د پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره شي او د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو د ارزونې لپاره ګډ کاري ګروپ جوړ شي.
د پلان له مخې، دغه رېلپټلۍ به له قزاقستانه پیل او د اوزبيکستان، افغانستان او پاکستان له لارې د عربي سمندر بندرونو ته ورسېږي چې له دې سره به د مرکزي اسیا هېوادونو ته د پاکستان سمندري بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

