د پنجشېر ولایت مقام خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې له ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو سره د یو میلیون ۲۵۰ زره افغانۍ په ارزښت د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې په ملاتړ دا مرسته ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته وېشل شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په دې مرسته کې ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۱۰ کیلوګرام وریجې، پنځه کیلوګرام غوړي، پنځه کیلوګرام لوبیا، یوه کیلوګرام شین چای، دوې کیلوګرام بوره، ۰٫۸ کیلوګرام رُب او دوې کیلوګرام مکروني شامل وو. د پنجشېر ولایت مقام په خبرپاڼه کې ډاډ څرګند شوی چې له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه را ایستل شوې کورنۍ د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست لخوا لیست شوې، او هر ځل بشري مرستې ور وېشل کېږي.

