د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند «د اړمنو کسانو لپاره د مرستو راټولولو اوونۍ د پیل په مراسمو کې» له یوناما غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل تحلیلي راپورونه دې په بېپرې او د عیني واقعیتونو پر بنسټ خپاره کړي.
ښاغلي برادر ویلي، دا عادلانه نه ده چې په راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او سیاسي لاستهراوړنې له پامه وغورځول شي او یوازې پر منفي اړخونو تمرکز وشي.
اقتصادي مرستيال ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه راپورونه باید د واقعیتونو پر بنسټ او له هر ډول یو اړخیزتوب پرته چمتو او خپاره شي.

