ډېر لوستل شوي

فاریاب کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي

د فاریاب په خیبر ولسوالۍ کې د یوه پلانکوچ له سړک څخه د وتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ وايي، پېښه تېره ورځ شاوخوا ۱۲ بجې د خیبر ولسوالۍ د صیاد کلي په سیمه کې د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ او د سړک د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.

د یاد موټر سپرلۍ د همدې ولسوالۍ د کتريش سیمې اوسېدونکي وو چې د یوه شیریني‌خورۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو. ځايي مسوولينو د پېښې ټپيان د فارياب ولايتي روغتون ته لېږدولي او د یو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

اړوند خبرونه