ډېر لوستل شوي

ایران: هرمز تنګي کې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلې

د ایران د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک خبر ورکړی چې د هرمز تنګي په سوېل کې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلې او د چاودنو له امله یې  اور اخیستی دی.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک د عامه اړیکو دفتر دغه پېښه تایید کړې ده.

د غه ځواک ادعا کړې چې دواړو بېړیو د هرمز تنګي په سوېلي مسیر کې د تېرېدو پر مهال خپل د تعقیب او موقعیت معلومولو سیستمونه بند کړي وو.

دا په داسې مهال ده چې په وروستیو اوونیو کې سپاه پاسدارانو څو ځله د هرمز تنګي په اوبو کې له سمندري ماینونو سره د بېړیو د لګېدو خبر ورکړی دی.

بلخوا، د هرمز تنګي د کنټرول، د بېړیو د تګ راتګ او د انرژۍ د نړیوالې سوداګرۍ پر سر د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي؛ هغه وضعیت چې د نړۍ د انرژۍ پر مهمې سمندري لارې یې د کښتیو پر تګ راتګ او سوداګرۍ اغېز کړی دی.

اړوند خبرونه