د هرات مسوولین وایي چې د سږ کال په لومړیو اووه میاشتو کې له افغانستان څخه د څه باندې ۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۱ ټُن زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د هېواد په کچه شاوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده او اټکل کېږي چې سږ کال به له ۵۰ تر ۷۰ ټُن پورې زعفران راټول شي.
د هرات ولایت مقام همداراز ویلي چې په یاد ولایت کې د زعفرانو د تولید زیاتوالي، کیفیت ښهوالي او بازارموندنې پراختیا په موخه د زعفرانو د ګل یوولسم پړاو جشنواره جوړه شوې ده.
د یادولو ده چې د افغانستان زعفران د ځانګړي کیفیت او بوی له امله په نړۍ کې غوره زعفران بلل کېږي.

