ډېر لوستل شوي

د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته د ایران صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي

د ایران د دوغارون ګمرک مسوولينو خبر ورکړی چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۲ سلنه زیات شوي او د صادراتو ارزښت یې هم ۱۰ سلنه لوړ شوی دی.

ایرنا خبري اژانس د دوغارون ـ تایباد ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیمي‌زاده په حواله ویلي، په دې موده کې د یاد ګمرک له لارې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي چې ټول ارزښت یې ۲۴۷ میلیونه او ۵۹۴ زره ډالرو ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، په همدې موده کې د دوغارون له لارې افغانستان ته څه باندې ۱.۲ میلیونه ټنه توکي هم ټرانزیټ شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

د راپور له مخې، په تېرو اوو میاشتو کې له افغانستان څخه ایران ته هم نږدې ۱۲ زره ټنه توکي صادر شوي چې ارزښت یې له ۲۲ میلیونه ډالرو ډېر دی.

فولادي سیخان، پتروشیمي محصولات، وسپنیز توکي، سمنټ او نفتي محصولات افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو څخه دي.

دوغارون ګمرک د ایران په خراسان رضوي ولایت کې له افغانستان سره پر پوله پروت دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه