بېپولې ډاکټرانو سازمان ویلي، د غزې په تړانګه کې د دغه سازمان پر یوه کلینیک د اسراییلي پوځ په برید کې دوو کارکوونکو خپل ژوند بایللی دی.
د دغه سازمان په وینا، پر کلینیک دا برید مستقیم شوی او په دې سره غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې د دوی د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شوی دی.
دغه سازمان زیاته کړې چې پر یاد کلینیک یې خپلې نښې لګولې وې او د هغه د موقعیت په اړه یې هم له وړاندې اسراییلي پوځ ته معلومات ورکړي وو.

