ډېر لوستل شوي

د نباتي قرنطين مديريت له لوري ۳۶ ټنه بې‌کيفيته وريژه بېرته پاکستان هېواد ته ګرځول شوې

د خوست ولایت غلام خان بندر د نباتي قرنطين مديريت له لوري ۳۶ ټنه بې‌کيفيته وريژه بېرته پاکستان هېواد ته ګرځول شوې ده.

د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اړوند د غلام خان بندر نباتي قرنطين مديريت کارکوونکو د یادو بې کیفیته وریژو له چيک او کنټرول وروسته هغه بیاځلي پاکستان ته ورګرځولي دي.

د ياد ولايت د مسوولينو په خبره،  د سوداګرو له لوري دې افغانستان ته با کيفيته محصولات وارد شي. د يادونې وړه ده، چې مسوولينو تر دې وړاندې هم له سوداګرو غوښتي و، چې افغانستان ته معیاري محصولات وارد کړي.

اړوند خبرونه