د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله سترې محمکې ته په يوه اته مادهييز فرمان کې دنده سپارلې، چې د متقاعدينو د تقاعد د ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد وايي، په دغه فرمان کې ټينګار شوی چې د تېرې ادارې له پرځېدو وړاندې او وروسته به ټولو متقاعدينو ته د تقاعد حقوق ورکړل شي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د حکم پر بنسټ تر دې وړاندې هم د تېرې ادارې پوليسو ته پاتې معاشونه ورل کړل شول.