ډېر لوستل شوي

له اسلامي امارت سره د همکارۍ په تړاو د نيول شويو کسانو دوسيې لغوه شوې

د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله په دوه ماده‌ييز فرمان کې عدليې وزارت ته دنده سپارلې، چې د تېرې ادارې پر مهال د اسلامي امارت د ملاتړو ټولې قضايي دوسيې لغوه اعلان کړي.

د عدليې وزارت ويلي، په دې فرمان کې ټينګار شوی، چې د تېرې ادارې پر مهال له مجاهدينو سره د همکارۍ په تړاو په سزا‌ء د محکومو کسانو دوسيې لغوه اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده، چې له اسلامي امارت سره د همکارۍ په تړاو د تېرې ادارې پر مهال د ځينو هېوادوالو دوسيې تر تعقيب لاندې او له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

اړوند خبرونه