د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين حقاني د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره کتلي دي.
دې وزارت ويلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د يادو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر لاښه والي او د شته ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.
په دې ناسته کې ښاغلي حقاني د امنيتي او سياسي ستونزو د حل په موخه ګډې هڅې اړينې بللي او ويلي دي، چې بايد د افغانستان او پاکستان د ملتونو اړيکي له زيانمنېدو څخه وساتل شي؛ تر څو د سيمې ثبات او پرمختګ د باور وړ شي. ياده دې شي، په ياده ناسته کې پاکستاني پلاوي د شهيد خليلالرحمن حقاني د شهادت په پار د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته د تسليت مراتب هم وړاندې کړي دي.