ډېر لوستل شوي

شیخ نقیب الله عزیزي د سلګونو منسوبینو فراغت‌غونډه کې؛ ډسپلین د اسلامي نظام اصل دی

ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د نویو ۸۵۰ ځوانو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.
دا منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو فارغ او نن(سه شنبه، مرغومي څلورمه) یې د فراغت مراسم پرځای شول.
ددغو منسوبینو فراغت‌غونډه کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندان ملا احمد شاه دیندوست، د قول اردو مرستیال سید عبدالجبار آغا، د ملي دفاع وزارت پلاوي، مسوولینو او منسوبینو برخه اخیستې وه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو درستيزوال شیخ نقیب الله عزیزي نظم او ډسپلین د اسلامي نظام اصل وباله او منسوبین یې خپلو مسوولیتونو ته وبلل.
ددې غونډې پای کې منسوبینو ته بریلیکونه وېشل شوي او یو شمېر منسوبینو خپل نمایشونه هم نندارې ته وړاندې کړل.

اړوند خبرونه