د کابل پوهنې رييس عبدالباسط حقاني د راستنېدونکو کډوالو د زدهکړې سويې د تثبيت ازموينې اخېستو په ناسته کې ويلي، چې دوی هڅه کوي تر څو راستنو شويو هېوادوالو ته د زدهکړو تر ټولو اسانه چاره رامنځته کړي.
په دې ناسته کې د اميد راډيو خبريال ويلي، چې دغه ناسته د ياد رياست د ۶۰۰ تنو راستنېدونکو افغان کډوالو له جملې چې تېره چهارشنبې په ورځ يې له ۳۳۰ تنو د زدهکړو سويې د تثبيت ازموينه اخېستې وه، له پاتې ۲۷۰ تنو ازموينه نن اخېستل کېږي.