ډېر لوستل شوي

غزه کې زرګونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي

د غزې چارواکو ویلي چې له پنځه‌کلنۍ کم‌عمره  څه باندې ۳ زره ۵۰۰ ماشومان د لوږې په سبب د مړینې له خطر سره مخ دي.

ورته مهال ویل کیږي چې غزه کې سلګونه زره نور ماشومان بېړنیو مرستو ته اړ دي.

الجزیرې د غزې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د غزې له پرلپسې کلابندۍ وروسته ۲۹۰ زره ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې پر غزې د اسراییلو د هوایي بریدونو له بیا پیل راهیسې لږترلږه ۵۷ فلسطینیان د لوږې له امله مړه شوي.

یاده دې شي چې د صهیونېست رژیم عسکر هغه لاریو ته اجازه نه ورکوي چې خوراکي توکي غزې ته ولېږدوي.

اړوند خبرونه