ډېر لوستل شوي

د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ازبکستان ته روان شوی

د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني په یوه رسمي سفر ازبکستان هېواد ته روان شوی دی.

ویل کیږي چې ښاغلی حقاني په (آر‌سي‌سي) ۳۱مې غونډې کې د ګډون په پار د یاد هېواد پلازمېنې تاشکند ته تللی دی.

د دغې سفر په لړ کې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وزارت د ازبکستان هېواد پلازمینې تاشکند کې د مشترک المنافع سیمه ییزو هېوادونو  ۳۱ مې غونډه  کې ګډون وکړي.

همدا رزا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ازبکستان هېواد ته تر سفر وړاندې کابل کې د یاد هېواد له سفیر اویبک عثمانوف سره هم کتلي او دواړو لوریو د ټکنالوژۍ او ورته نورو موضوعاتو په تړاو دوه اړخیزې خبرې اترې کړي دي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني به د یادې غونډې ګډون کوونکو ته د سټلایټ، پوسټ او د ټکنالوژۍ اړوند وینا هم واوروي.

اړوند خبرونه