د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې رسماً خپل کاري مسوولیت پیل کړ.
مولوي نجیبالله حیات حقاني په خپله وینا کې ويلي، “تغییر د نظام د اصلاح اصل دی” او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به په صداقت، ژمنتیا او یووالي سره پر مخ وړي.
ياد وزارت ويلي، دغه مراسم د وزارت په مقر کې ترسره شول، چې پکې د چارو د لویې ادارې مشر شیخ نورالحق انور، د وزارت مرستیالانو، د اترا او مخابراتو وزارت استازو او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.
دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت پخوانی سرپرست د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست په توګه او د دې وزارت پخوانی سرپرست د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت د سرپرست وزير په توګه وګمارل شول.