د صهيونېست رژيم د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر په يوه بيان کې يأييد کړه، چې د دواړو لورو استازو نن (جمعه، مرغومې ۲۸مه) په دوحه کې د غزې اوربند تړون لاسليک کړ.
د ياد رژيم کابينه به په څو ساعتونو کې پر دغه تړون رايه ورکړي. د يادې خبرپاڼې له مخې، له دې سره به له حماس جهادي غورځنګ سره د صهيونېست رژيم ۹۸ بنديان هم ورخوشې شي.