نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په کولمبیا هېواد کې د دوو وسلهوالو ډلو په خپلمنځي نښتو کې له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي.
دې هېواد کې د بشري حقونو د څار دفتر لیکلي چې دې نښتو کې ددې هېواد په ختیځو سیمو کې له ۶۰ ډېر وژل شوي او زرګونو نورو خپلې مېنې پرېښي دي.
د کولمبیا حکومت ددې بریدونو پړه د ملي ازادۍ پوځ پر ډلې اچولې ده.
یاده دې شي چې په کولمبیا کې یاغي ډلې له کلونو راهیسې له حکومت، ښي اړخو نیمه پوځي سازمانونو او حتی یو بل سره په یوه پیچلې جګړه کې ښکېلې دي.

