هند او چین پرون هوکړه کړې چې له نږدې پینځه کلن ځنډ وروسته به د دواړو هیوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلیږي.
په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د همالیا په سیمه کې د سرحدي ځواکونو ترمنځ له خونړۍ نښتې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سړې شوې وې. د کارپوهانو پر باور د پکن او نوي ډېلي اړیکې د بریکس سازمان په څنډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په منځګړېتوب بیا ورغېدې.

