ډېر لوستل شوي

امریکا کې یوه بله الوتکه لوېدلې

سي‌اېن‌اېن واشنګټن کې د یوې مسافروړونکې او یوې پوځي الوتکې تر ټکر او درنې مرګ ژوبلې وروسته د یوې بلې وړې الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړی دی.

یاد ټلوېزیون ویلي چې دا ځل یوه وړه الوتکه چې د یوه امبولانس په ډول کارېده، لوېدلې او د ۶ تنو ژوند یې اخیستی.

دا الوتکه فیلاډلفیا کې پر استوګنیزو کورونو او موټرونو لوېدلې چې څو موټرونه او کورونو ورسره اور هم اخیستی.

په دغه الوتکه کې یو ناروغ، دوه پایوازان، دوه ډاکټران او یو پیلوټ سپاره وو، چې له لوېدو وروسته ټول وژل شوي.

ځايي چارواکو د پېښې په اړه د پلټنې د پيل خبر ورکړی.

اړوند خبرونه