ډېر لوستل شوي

د غزې اوربند دویم پړاو سبا پیلیږي

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ویلي چې د اوربند د هوکړې د دویم پړاو خبرې اترې به سبا(دوشنبه، سلواغې ۱۵مه) پیل شي.
نوموړي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په یوې ګډې خبري ناسته کې دا خبره کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د لومړي وزیر له قوله لیکلي چې د مذاکره‌کوونکي پلاوي دقیق ځای او د خبرو اترو وخت لا نه دی مالوم شوی.
یاده دې شي چې د صهیونېست رژیم او حماس ترمنځ د اوربند په لومړي پړاو کې دواړو لوریو ګڼ یرغمل ازاد کړل.

اړوند خبرونه