ډېر لوستل شوي

ازادۍ او امریکا غږ راډیوګانې څوک نه اوري، بندې دې شي

د ډونالډ ټرمپ په کابینه کې د امریکا د اغېزمنتوب ادارې مشر او د نړۍ د ټیکنالوژۍ پانګوال او متشبث اېلن ماسک ویلي چې ازادۍ او امریکا غږ راډیوګانې اورېدونکي نه لري او باید وتړل شي.
ماسک په خپل رسمي اېکس لیکلي چې دا ادارې بې ګټې دي او د مالیه ورکوونکو پیسې پرې بې ځایه لګیږي.
ښاغلي ماسک لیکلي چې دا کیڼ اړخي لېوني دي چې له ځانونو سره غږېږي او دوی نور ځای نه لري.
دی په خپل اېکس زیاتوي چې ددې راډیوګانو په وسیله د امریکا یو میلیارډ ډالره سوځیږي.
د اېلن ماسک دا څرګندونې د ځینو لخوا بدرګه شوي او ځینو امریکایانو د اټلانټيکو اړیکو په پار د دې راډیوګانو فعالېدل اړین بللي دي.

اړوند خبرونه