د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په بهر کې د اسلامي امارت د سياسي او کونسلي استازوليو له لوري صادر او تصديق شوي ټول بهرني سندونه او همدارنګه د عدم مسووليت جرمي فورمي په کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت د بېلابېلو څانګو له لارې راټول او بېرته سپارل کېږي.
د ياد وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د کب مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د بهرنيو سندونو د تصديق مراجعين بايد خپل سندونه د مرکزي پُست خونې ته وسپاري او بېرته دې له همدې پُست خونې څخه تسلیم کړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دې نوښت موخه د کونسلي خدمتونو په برخه کې د لا اسانتياوو برابرول، د وخت د ضايع کيدو مخنيوی او دغه راز بهرنيو چارو وزارت ته د تګ د تکليف او انتظار مخنيوی ښودلی دی.