ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبيکستان له لومړي وزير مرستيال سره کتلي

د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند تاشکند ته د خپل سفر په ترڅ کې د ازبيکستان د لومړي وزير له مرستيال جمشيد خوجه يوف سره کتلي دي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت په خپله اېکس پاڼه ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو پر پراختيا او دغه راز په هېواد کې د ازبيکستاني پانګوالو پر راخپلولو خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې ازبيکستاني لوري چمتوالی ښودلی چې له کابل سره د سوداګريزو اړيکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګريز زون رامنځته کړي.

د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، په دغه زون کې به د جلغوزیو او پنبې د پروسس کارخونې، د بسته‌بندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یوشمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي.

د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري او دغه راز په سمنګان ولایت کې د سیمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

يادې شي، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ازبیکستاني لوري د طرحو هرکلی کړی او د اسلامي امارت له لوري يې په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

اړوند خبرونه