د کابل پولي تخنيک پوهنتون سرپرست انجنير سردارولي صالحي وايي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره لوړو زدهکړو وزارت څېړنو ته ځانګړې پاملرنه کړې او سکتوري ادارو ته يې طرحې وړاندې کړې دي.
د نوموړي په وينا، د اوبو نړيوال کنفرانس د اسلامي امارت زغيم اميرالمؤمنين حفظهالله په هدايت سره منظور شوی، چې په افغانستان کې د وچکالۍ، سيلابونو او اقليمي بدلون ستونزو په اړه به د داخلي او بهرنيو ۱۳۵ متخصصينو له لوري مقالې پکې وړاندې شي.
ياده دې شي، چې په دې کنفرانس کې د داخلي استادانو سربېره د روسيې، ایران، امریکا، انګلستان، چک، سلواک سریلانکا، پاکستان، هندوستان،
نيپال، فلیپین او ترکیې هېوادونو استادانو او متخصصینو ګډون کړی دی.