د افغانستان بانک په خپله اېکس پاڼه ليکي، چې د هېواد په بازارونو کې يو ډالر ۷۰ افغانۍ تبداله کېږي.
د ياد بانک د خبرپاڼې له مخې، په بازارونو کې نن (چهارشنبه، کب ۲۲مه) يو ډالر په ۷۰ افغانۍ پېرودل او ۷۱.۱۵ افغانۍ پلورل کېږي. دا په داسې مهال ده، چې له تېرو څو اونيو راپدې خوا د افغانيو پر وړاندې د ډالرو ارزښت را غورځېدلی دی.