د افغانستان د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېسبال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله نن د لوېدیځې اسیا په بېسبال کپ سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته روانه شوه.
د بدني روزنې او ورزش رياست وياند اتل مشواڼی وايي، چې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ يادې لوبډلې ته د ښې استازولۍ سپارښتنه کړې او په دغو سياليو کې يې د ښه ځلېدو او د تجربو د ترلاسه کولو هيله څرګنده کړې ده.
يادې سیالۍ د ایران په کوربهتوب د تهران په کرج ښار کې د اووه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه پیلېږي او تر ۲۱مې به دوام وکړي.