ډېر لوستل شوي

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اختريز پیغام؛ ټولو وزارتونو ته يې لازمې سپارښتنې او سوداګر يې پانګونې ته رابللي

د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټوله مسلمه امت مبارکي ورکړې ده.

د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطر د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله په اطاعت، قربانۍ او استقامت ټينګار کړی او ټولو مجاهدین يې نيکو عملونو او د اميرانو اطاعت را بللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين له ټولو پانګوالو غوښتنې چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خپلې پانګې په بهرنيو هېوادونو کې مصرف نه کړي.

په دې خبرپاڼه کې ټولو وزارتونو ته د ښو چارو ترسره کولو ترڅنګ امنيتي مسوولينو ته هم سپارښتنه شوې، چې د لوی اختر په مناسبت خپل امنيتي چمتووالی ونيسي او په ټول هېواد کې د تېرو اخترونو په څېر ښه امنيتي فضاء برابره کړي. بايد وويل شي، د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله په دې خبرپاڼه کې له بې‌وسې غزې ملاتړ کړی او له ټولو حجاجو يې غوښتي د فلسطين مظلومو مسلمانانو لپاره دعاوي وکړي.

اړوند خبرونه