ډېر لوستل شوي

د ا.ا د زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله پیغام: د اسلامي نظام بریا او پرمختګ د ټولو ګډ مسوولیت دی

د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د هېواد په اوسني اسلامي نظام کې بریا او پرمختګ د ټولو مسوولینو او وګړو ګډ مسوولیت ګڼلی دی.

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله په اختريز پيغام کې د یووالي او ګډ تفاهم د پیاوړتیا سپارښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د نظام مسوولین باید د يو بل په چارو کې لاس‌وهنه ونه کړي، خپلمنځي همغږي رامنځته کړي او د شريعت تطبيق دې لومړی په چارواکو او بيا د ولس په کچه وشي. د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين په دې اختريز پيغام کې مجاهدين نيکو عملونو ته رابللي او ټينګار يې کړی چې ټول مجاهدين دې د خپلو اميرانو پوره اطاعت وکړي.

اړوند خبرونه