د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي او مل پلاوي ایران ته د سفر پرمهال د سیستان او بلوچستان له والي، منصور بیجار سره کتلي، او دواړو لوریو د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، دوهاړخیزې سوداګرۍ پراختیا او د ټرانزیټ ظرفیت پر لوړولو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې په «میلک – ابریشم» لاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ اوسنی حالت څېړل شوی او د شته خنډونو د لرې کولو او عملیاتي همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ا.ا صنعت او سوداګرۍ وزیر په حواله له سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان په نښلولو کې د «میلک – ابریشم» ستراتیژیک رول مهم بلل شوی او د سوداګرو او سوداګریزو موټرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار شوی دی.
په دې کتنه کې همداراز د نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ترمنځ د ګمرکي اړیکو او بین الولایتي همکارۍ پر پیاوړتیا، د تصفیې پروسې پر ګړندۍ کولو هم خبرې شوې دي.
سرچینې لیکلي: “په صنعتي، سوداګریزو او ټرانزیټ سکتورونو کې د ګډو پانګونو جذب، په ځانګړې توګه په ګډو سرحدي پروژو کې. د بندرونو او سرحدي زیربناوو پراختیا او لوړول ترڅو د توکو منلو او صادرولو ظرفیت لوړ شي او نوي ټرانزیټ لارې رامینځته شي.”
صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې همداراز د دواړو خواوو څخه د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره یو لنډ او لنډمهاله سړک هم پرانیستل شوی، او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره بل مهم ګام بلل شوی دی.

